بسم الله الرحمن الرحیم

rahyab
Tue, May 21 2024 3:00 PM
news image

ټولو خبریالانو او حاضرینو ته السلام علیکم و رحمت الله و برکاته، ورپسې په بغلان، غور، فاریاب، تخار، بدخشان او نورو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله شهیدانو ته له خدای ج جنت الفردوس او ټپیانو ته عاجله شفا غواړم.
په هیواد کې وروستیو بارانونو له یوې خوا په ټول هیواد کې د هیواد د کرنې برخې ته زیاته ګټه رسولې ده او ترڅنګ یې د هیواد د اوبو زېرمې هم غني کړې دي، خو له بله پلوه د دغو بارانونو له امله په بغلان، غور، تخار، فاریاب، بغلان، بدخشان، سمنګان، سرپل، هرات، بادغیس، لغمان، بامیان، فراه، نورستان او کاپیسا ولایتونو کې سېلابونه راوتلي، چې له امله یې له بده مرغه زموږ هیواد والو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي او عام المنفعه تاسیسات ې هم ویجاړ کړي دي.
د خبرتیاوو او لومړنیو اقداماتو ترڅنګ د تلفاتو او خساراتو ارقام لوړ دي، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د اسلامي امارت تر چتر لاندې او د زیانمنو وضعیت ته د رسېدو چارو د مسوول سازمان په توګه خپلو امکاناتو ته په کتو سره سېلاب ځپلو ته د رسېدنې لپاره پېښو سره د مبارزې دولتي عالي کمېسیون غړو ادارو، ملي او نړۍ والو موسسو او خیریه بنسټونو سره په همکاري بېړني اقدامات ترسره کړل.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د سېلابونو په راوتلو سره په لومړنیو ساعتونو کې سیمې ته ځان ورسوه، او د ریاست الوزراء عالي مقام محترم اقتصادي مرستیال او پېښو سره د مبارزې دولتي عالي کمېسیون رییس د لارښوونې پر بنسټ، او د ملي دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د ټولګټو وزارت، د سرې میاشتې ریاست او سیمه ییزو مسوولینو په هر اړخېزې همکارۍ سره یې زیانمنو ته د رسېدنې چارې، د ژغورنې او لټونې عملیات، لومړني خدمات او د بېړنیو مرستو د وېش چارې یې په ښه توګه مدیریت کړې.
د دغو مرګوني سېلابونو له امله د روان کال د ثور میاشتې له ۲۰ نېټې څخه تر نن ورځ، ۲۹۴ هیوادوال شهیدان او ۲۶۶ کسان ټپیان سوي دي، او همدارنګه ۱۴۹۲۳ کورونه په نیمه او بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۶۶۵۵ څاروي تلف شوي دي.
د هېواد په ۱۴ ولایاتو کې د سېلابونو په راوتلو سره پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت کاري ټیمونو ته جدي لارښوونې وسوې چې د امکان تر حده ټولې مرستې همغږي کړي او سیمې ته یې ولېږي، او دا کار په ښه توګه ترسره شو. همدارنګه د پېښو سره د مبارزې ولایتي رییسانو ته لارښوونه وشوه چې په وخت سره د ولایت مقام تر نظر لاندې د ولایتي کمېسیون غونډې ترسره کړي او د کمېسیون غړو ادارو سره په همغږي د پېښو له امله زیانمنو سیمو او زیانمنو خلکو ته رسېدنه وکړي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مشرتابه اکثره هغو ولایاتو ته چې د سېلابونو له امله زیانمن شوي و، اضطراري سفرونه وکړل او له نږدې یې زیانمنو ته د رسېدو له چارو څخه څارنه وکړه، او د دې ترڅنګ د ولایتي کمېسیون غونډو په ترسره کولو سره یې اړینې مرستې همغږي کړي او د هیواد په ۱۴ ولایتونو کې یې زیانمنو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
تر دا مهاله له ۱۷۸۰۷ زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې وېشل سوې دي او پاتې نورو کورنیو ته د مرستو د وېش لړۍ روانه ده.
همدرانګه د افغانستان اسلامي امارت لخوا تر دا مهاله له ۲۰ میلیونه څخه زیاتې نغدي پیسې د شهیدانو ورثه، ټپیانو او هغو هیواد والو ته چې خپل څاروي یې له لاسه ورکړي و، هغوۍ ته وېشلې دي او دا لړۍ اوس هم په ولایاتو کې روانه ده.
د یادونې وړ ده چې د ا.ا.ا د ریاست الوزراء عالي مقام او د هغه اقتصادي مرستیال او د پېښو سره مبارزې دولتي عالي کمېسیون رییس له هر اړخېزه ملاتړ څخه، همدارنګه د یاد کمېسیون غړو ادارو په ځانګړې توګه د ملي دفاع وزارت، مالیې وزارت، ټولګټو وزارت، ملي او نړۍ والو موسسو همکاریو د سوداګرو، خیریه بنسټونو او د ټولو هیواد والو له خواخوږۍ څخه مننه وکړم.
همدارنګه د ریاست الوزراء عالي مقام د لارښوونې پر بنسټ د کانالونو د پاکولو او ترمیم چارې پیل شوې دي، او دا لړۍ اوس هم روانه ده. د افغانستان اسلامي امارت دې ته ژمن دی چې کانالونه او ساختمانونه جوړ کړي او د شهیدانو ورثه ته په ښه توګه رسېدنه وکړي.
باید ووایم چې وقایوي پروژې زموږ له لومړیتوبونو څخه دي او د پېښو سره مبارزې دولتي عالي کمېسیون په همکاري او د افغانستان اسلامي امارت په ملاتړ سره به دغه وقایوي پروګرامونه پلي سي.
د یادونې ده چې د شهیدانو ورثه، ټپیانو او هغو کسانو ته چې خپل څاروي یې له لاسه ورکړي دي هغوۍ ته د نغدو پیسو د وېش لړۍ روانه ده. همدارنګه د عامې روغتیا وزارت، سرې میاشتې او نورو ملي او نړۍ والو موسسو سره په همکاري زیانمنو ته خوراکي، غیرخوراکي او روغتیایي مرستې وېشل شوې دي، او سېلاب ځپلو ته له رسېدنې وروسته به د هغوۍ کورونه بیا ترمیم او ورغول شي.
و من الله توفیق

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .