په ننګرهار ولایت کې ۶۰ زیانمنو کورنیو روغتیایي کېټونه او د سرپناه د ترمیم لپاره نغدي مرستې ترلاسه کړې
ننګرهار- د غویي ۲۹مه-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د اکټیډ موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۶۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته روغتیایي کېټونه او نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱ روغتیایي کېټ او ۷۲۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.