په کونړ ولایت کې ۱۰۳ سېلاب ځپلو کورنیو غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې

کونړ- د غویي ۱۵مه- ۱۴۰۳
د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د SCI موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت ناړی، غازي آباد، اسمار، ډانګام او شیګل ولسوالیو اړوند ۱۰۳ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱ تخته ترپال، د ماشومانو البسه او د پخلنځي ۱ کېټ ووېشل شو.
