۹۱ سېلاب ځپلو کورنیو په کندهار ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې

کندهار- د کب ۲۶مه-۱۴۰
د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت اړوند ۹۱ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي او خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو غنم، ۵۰ وریجې، د البسې ۱ کېټ، د اوبو ۱ سطل، ۲ جوړه څپلکې، ۱ ترپال او له یادې جملې ۴ کورنیو ته خیمې ووېشل شوې.