د ننګرهار ولایت د مرکز اتمې ناحیې اړوند خلکو ته ۱۰ قلمه کاري وسایل ووېشل شول
ننګرهار- د وږي ۲۳مه-۱۴۰۲
د اکټیډ موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت مرکز اتمې ناحیې اړوند خلکو ته د کوڅو د ترمیم لپاره د ټولنې کمېټې ځوانانو او مشرانو ته د کار وسایل ووېشل.
په دې لړۍ کې په مجموع کې ۱۱لاس ګاډي ، ۵ جبل، ۹ کلنگ ، ۱۸د کار واسکټونه، ۲۷ دستکشونه، ۱۲ ټاټکي، ۵ څټکونه، ۲۴ د کار خولۍ او ۱۸ بيلچې ووېشل شوې.