256 سېلاب ځپلو کورنیو په میدان وردګ ولایت کې خوراکي او غیر خوراکي مرستې ترلاسه کړې
میدان وردګ- د وږي 7مه-1402
د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست, د یاد ولایت په سیدآباد، چک، نرخ، جلریز، دایمیرداد، جغتو ولسوالیو او مرکز میدان ښار کې 256 کورنۍ چې د وروستیو سېلابونو له امله یې کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي وې, له سروې وروسته د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې هرې کورنۍ ته 100 کیلو غنم او 10 کلچې صابن ووېشل.