د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د پېښو پر وړاندې چمتووالي کمېسیون د همغږي غونډه ترسره کړه

rahyab
Thu, Jul 20 2023 11:45 AM
news image

پکتیا- د چنګاښ ۲۸مه-۱۴۰۲ 
د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست په مشرۍ تېره ورځ د دولتي ادارو غړو، د WFP، IOM، UNICEF، IRC، WASTA، او د ACTED موسسو د استازو په ګډون د پېښو پر وړاندې چمتووالي کمېسیون د همغږي غونډه ترسره شوه.
په دی غونډه کې لومړۍ مولوي نثار احمد نجات د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې رییس د غونډې ګډونوالو ته په ښه راغلاست سره هغوۍ ته په دی ولایت کې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله رامنځته شویو زیانونو، زیانمنو ته د رسېدنې او د بشري مرستو د وېش  په اړه معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د یاد ولایت سیندیزې حوزې رییس الحاج مولوي عبدالکریم فاتح د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست لخوا زیانمنو ته د رسېدنې او ترسره شویو فعالیتونو څخه په ستاینې سره د هر اړخېزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
همدارنګه د غونډې نورو ګډونوالو په خپل وار سره د پېښو مدیریت، زیانمنو ته د رسېدنې او راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات شریک کړل او د غوندې په پاۍ کې اړینې پرېکړې ونیول شوې.

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .