۳۶۷ سېلاب ځپلو کورنیو په پکتیکا ولایت کې نغدي مرستې ترلاسه کړې

پکتیکا- د چنګاښ ۲۵مه-۱۴۰۲
د کنسرن موسسې د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په اوومنه ولسوالۍ کې ۳۶۷ سېلاب ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۲۴۵۰ افغانۍ ووېشل شوې.
