۱۰۰ زیانمنو کورنیو ته په هرات ولایت کې نغدي مرستې ووېشل شوې

هرات- د غویي ۲۸مه-۱۴۰۲
د DRC موسسې د هرات ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په ګذره ولسوالۍ کې هغو ۱۰۰ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته د کورونو جوړولو لپاره په دویم قسط کې نغدي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو یاد شمېر کورنیو ته له ۱۹۰۰۰ نه تر ۴۳۶۰۰ افغانۍ ووېشلې.