۲۶۵ زیانمنو کورنیو ته په پکتیا ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

rahyab
Tue, Mar 07 2023 12:29 PM
تصویر خبر

ګردېز- د کب ۱۶مه-۱۴۰۱
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مقام د حکم پر بنسټ، مولوي محمد مبین مفتون عمر د داخلي پلټنې آمر، د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمر او د بېړنیو حالاتو ریاست د اړیکو مدیر، د هوا سړېدو له امله ۲۶۵ زیانمنو کورنیو لپاره د خوراکي او غیرخوراکي مرستو د وېش لړۍ څارنې په موخه، پکتیا ولایت ته سفر وکړ.
د دغو مرستو د وېش په لړۍ کې، شیخ مولوي انعام الله صلاح الدین د پکتیا ولایت مقام مرستیال ووېل: یادې مرستې له سروې وروسته په شفاف ډول مستحقو ته وېشل کېږي او دغه لړۍ د یاد ولایت په ولسوالیو کې هم په شفاف ډول دوام لري.
ورپسې مولوي نثار احمد نجات، د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې رییس ووېل: نن ورځ ۲۶۵ کورنیو ته چې د هوا سړېدو له امله زیانمنې شوي وې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې چې، ۵۰ کیلو اوړه، ۲ کیلو چاۍ، صابون، د جامو یوه کڅوړه او ۴ کیلو مایع ګاز په کې شامل دي، یاد شمېر کورنيو ته یې د وېش لړۍ دوام لري.
ښاغلي نجات زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت له بریا وروسته، له ۱۰۰ زره څخه زیاتو د پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې وېشل شوي او دغه لړۍ دوام لري.
ورته مهال مولوی محمد مبین مفتون عمر پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د داخلي پلټنې آمر ووېل: د ژمي په فصل کې یو لړ خوراکي او غیرخوراکي مرستې د هوا سړېدو او ژمنیو پېښو له امله زیانمنو ته د رسېدنې لپاره دغه ولایت ته لېږدول شوي او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ژمن چې په یو ډول د هېواد په کچه زیانمنو ته رسېدنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه: مرستې باید په شفاف ډول له سروې وروسته مستحقو ته ووېشل شي.
تصویر خبرتصویر خبر

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .