د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې ۳۸ معیاري هستوګنځي د زلزله ځپلو لپاره ګټه اخېستنې ته وسپارل شول

tamim_azimi
Tue, Dec 27 2022 12:28 PM
news pic

برمل- د مرغومي ۵مه-۱۴۰۱
په برمل ولسوالۍ کې د ۳۸ معیاري هستوګنځایونو کار چې پخوا د ترکیې iHH خیریه موسسې په همکارۍ د دغه وزارت سره په همغږۍ پیل شوې و، تېره ورځ بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
الحاج ملا عبدالرحمن زاهد، د مالي او اداري عمومي رییس د الحاج اکبرشاه جمالي د مالي او اداري رییس او محمد حشم هاشمی د ولایاتو د همغږۍ آمر په ملتیا یې د زلزله ځپلو لپاره د دایمي هستوګنځایونو رغولو د پروژې ګټې اخیستنې په پروګرام کې ګډون وکړ او هغوۍ ته یې د هستوګنځایونو کلیانې ووېشلې.
ښاغلي زاهد د دغه پروګرام په پرانیسته کې ووېل: د ا.ا.ا په ځانګړي توګه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ژمن دې ترڅو زیانمن شویو ته د بېړنۍ رسېدنې وروسته د هغوۍ لپاره دایمي معیاري هستوګنځي جوړ کړي چې نن ورځ موږ ۳۸ هستوګنځي چې د iHH دفتر لخوا بشپړ شوي، پرانیستل.
د مالي او اداري عمومي رییس د ترکیې خیریه موسسې او نورو موسسو څخه په ستاینې سره ووېل: دا یوه اړتیا ده چې ټولې هغې موسسې چې د پېښو مدیریت په برخه کې فعالیتونه ترسره کوي خپلې کړنې د پېښو وزارت سره په همغږۍ ترسره کړي.
نوموړي ووېل چې ا.ا.ا ژمن دې ترڅو د هېواد ټولو خلکو ته په یو ډول رسېدنه وکړي او له شته امکاناتو څخه به زیانمن شویو ته د رسېدنې لپاره ګټه واخلي.
ورپسې مجاهد کالج، د iHH موسسې رییس ووېل: په برمل ولسوالۍ کې د زلزلې احتمالي خطرونو پر وړاندې نن ورځ د ۳۸ معیاري هستوګنځایونو کار په مجموع کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړ شوې چې په هر پوړ باندې د معیارونو په پام کې نیولو سره ۱۳ زره امریکایي ډالر مصرف شوي.
ښاغلي کالج زیاته کړه چې د ترکیې خیریه دفتر نغدي، خوراکي، غیرخوراکي او روغتیایي مرستې هم له زلزلې وروسته په برمل او ګیان ولسوالیو کې وېشلې دي.


تصویر خبرتصویر خبر

 

Latest news

Sun, Jun 21 2026 3:13 PM
Background image

An MoU worth 941,949 US dollars was signed between ANDMA and the International Rescue Committee (IRC) for joint cooperation

Today, on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with a delegation from the International. . .

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .