پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري نوی عمومي رییس معرفي شو

rahyab
Wed, Dec 07 2022 3:45 PM
تصویر خبر

کابل- د لیندۍ ۱۶مه-۱۴۰۱
محترم مولوي عبدالرحمن، د محترم مولوي سیف الدین طایب د ا.ا.ا د چارو ادارې مرستیال لخوا د دغه وزارت د مالي او اداري عمومي رییس په توګه معرفي شو.
محترم مولوي سیف الدین طایب د ا.ا.ا د چارو ادارې مرستیال ووېل: په دغه ډول پستونو کې ګمارنه په حقیقت کې مسوولیت او خلکو ته خدمت کول دی او ټول مسوولین باید د خدای او خلکو پر وړاندې ځان مسوول وګڼي.
ورپسې محترم ملا محمد عباس آخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د حکومت په سیسټم کې ادلون بدلون یو اصل وباله، او د محترم غلام غوث ناصري د دې وزارت پخواني مالي او اداري عمومي رییس له فعالیتونو او کړنو څخه په مننې سره، محترم مولوي عبدالرحمن نوي ګمارل شوي مالي او اداري عمومي رییس ته د بریالیتوب هیله مندي څرګنده کړه او د ادارو ترمنځ د همغږي غوښتونکې شو.
وروسته محترم مولوي عبدالرحمن نوي ګمارل شوي مالي او اداري عمومي رییس د افغانستان اسلامي امارت له مشرتابه څخه د هغه د ګمارنې په پار په مننې سره ووېل چې زه د عمومي رییس په توګه نه، بلکه د هغوۍ اعتماد ساتلو لپاره د یو خدمت کونکي په توګه او همدارنګه د خطرونو کمولو او د پېښو له امله زیانمن شویو خلکو ته د رسېدنې په برخه کې د هراړخېزې همکارۍ ژمنه وکړه.

تصویر خبر

تصویر خبر

تصویر خبر

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .