په سپېرې، ګیان، برمل او ژروکی ولسوالیو کې د ۴۲۰۷ کورونو جوړولو او ترمیم کار پیل شو

rahyab
Wed, Oct 12 2022 3:44 PM
NEWS PHOTO

کابل- د تلې ۲۰مه-۱۴۰۱
الحاج مولوی شرف الدین مسلم، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال او د زلزلې ځپلو لپاره د مرستو د تنظیم او رسېدنې کمېسیون سرپرست د دغه کمېسیون غړو سره په غونډه کې د زلزلې ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو او ترمیم په چټکتیا باندې ټینګار وکړ.
د زلزلې ځپلو لپاره د مرستو د تنظیم او رسېدنې کمېسیون د کاري ګروپ غونډه نن ورځ د ښار جوړونې او ځمکې، د کډوالو او راستنېدونکو، د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ، دکورنیو چارو وزارت د کلیو د پراختیا وزارتونو او د احصایې ادارې د مسوولینو په شتون د مولوي شرف الدین مسلم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مرستیال په مشرۍ ترسره شوه.
په دی غونډه کې د دغه وزارت مرستیال او د کمېسیون سرپرست ووېل: د زلزلې ځپلو لپاره د مرستو د وېش څخه وروسته په سپېرې، ګیان او برمل ولسوالیو کې له ۴۲۰۷ څخه زیاتو کورونو د جوړولو کار پیل شوی او د ژمي تر را رسېدو به یې کار بشپړ شي.
ښاغلي مسلم زیاته کړه چې د کورونو د جوړولو او ترمیم کار له ۲۰ تر ۹۰ فیصده بشپړ شوی، چې دغه لړۍ د زلزلې ځپلو سره د مرستې په موخه ده.
همدارنګه په دې غونډه کې د زیانمن شویو لپاره د نغدي، خوراکي، د ژمني جامو د مرستو او د کورونو د ګرمولو لپاره د سون توکو او د کرنیزو ځمکو د وېش پر لړۍ باندې خبرې وشوې.
د یادونې وړ ده چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت او زلزلې ځپلو لپآره د مرستو د تنظیم او کمېسیون دی ته ژمن دی ترڅو د ژمي د فصل را رسېدو مخکې ټولو زلزلې ځپلو لپاره دایمي هستوګنځي جوړ شي.

تصویر خبرتصویر خبر



 

تصویر خبر

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .