ملي او نړیوالو موسسو د پېښو د خطرونو کمولو او زیانمن شویو ته د رسېدنې په برخه کې خپله ژمنتیا وښودله

rahyab
Tue, Oct 11 2022 2:23 PM
تصویر خبر

کابل- د تلې ۱۹مه-۱۴۰۱
د موسسو (NGOs) کاري ګروپ غونډه نن سه شنبه د ملي او نړیوالو موسسو د استازو په شتون کې د الحاج ملا محمد عباس آخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه.
الحاج ملام محمد عباس آخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، د دغې غونډې په پرانیستلو کې ووېل چې د موسسې او انجوګانې باید د پېښو د خطرونو پېژندنې/ د پېښو پر خطرونو باندې د حاکمیت پیاوړتیا، د پېښو د خطرونو مدیریت لپاره/ د خطرونو د کمولو لپاره سمدلاسه پانګونه، د اړتیاوو پوره کولو لپاره/ پېښې ته په ښه توګه ځواب وینې لپاره د چمتووالي زیاتوالی او له مخکی څخه په ښه توګه د ویجاړیو د بیا رغونې په برخه کې د دغه وزارت سره په همغږي او همکاري کار وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې موسسو او انجوګانو په روان کال او تېرو کلونو کې د پېښو سره د مبارزې لپاره د چمتووالي او د پېښو له امله زیانمن شویو خلکو ته د رسېدنې په برخه کې په پراخه کچه رول لوبلوی دی خو موږ باید د ښو اړیکو د ټینګولو لپاره د راپور ورکولو یو ښه سیسټم جوړ کړو.
 ورته مهال شمس الدین حقیار، د دغه وزارت د نړیوالو اړیکو رییس پر همکاري او همغږي باندې په خبرو سره ووېل: د دغه کاري ګروپ جوړولو موخه په هیواد کې د شته ظرفیتونو او فعالیتونو همغږي کول او د دغه وزارت او موسسو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ده.
وروسته انجنیر عزت الله صدیقی د REHA د دفتر استازی په تېرو کلونو کې د پېښو د خطرونو په کچه او د هغوۍ څخه رامنځته شوي د ځاني او مالي زیانونو په اړه په خبرو سره ووېل:  د پېښو د مدیریت د دې ګروپ موخې کموالی، رسېدنه او د احتمالي پېښو څخه د سیمو خوندي ساتل دي.
ښاغلي صدیقی زیاته کړه چې د پېښو مدیریت یوه بشردوستانه برخه ده چې ډیری فعالیتونه یې د زیانمنې شوي ټولني لپاره وي او د نړیوالو کنوانسینونو او د سنډای چوکاټ ته په کتو د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو او د اقلیمي بدلون لپاره د غږ پورته کولو غوښتنه وکړه.
پر دې سربېره د IOM او AKAH د دفترونو استازو د خپلو فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او د پېښو د مدیریت په برخه کې یې د همغږي او همکاري ژمنه وکړه.
په دې غونډه کې پریکړه وشوه چې د پېښو د خطرونو کمولو، د هیواد په کچه د پېښو له امله زیانمن شویو ته بشري مرستو او د دغه وزارت او موسسو ترمنځ د اطلاعاتو او سرچینو د شریکولو لپاره په میاشت کې یوځل د همغږي غونډه ترسره شي چې مشرۍ یې د پېښو وزارت او مرستیالۍ یې د AKAH او REHA دفترونه پر غاړه لري.
تصویر خبرتصویر خبر

تصویر خبر

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .