د پېښو د مدیریت په برخه کې د ملګرو ملتونو او همکارو موسسو سره د احتمالي پېښو ته د رسېدو لپاره د همغږي غونډه ترسه شوه 

rahyab
Mon, Oct 03 2022 1:23 PM
News Photo

کابل- د تلې ۱۱مه-۱۴۰۱
دغه غونډه د الحاج مولوي شمس الدین حقیار د دغه وزارت نړیوالو اړیکو د رییس په مشرۍ، د الحاج ملاجانان سایق د بېړنیو حالاتو د عملیاتو د مرکز رییس، د الحاج مولوي عبدالرحمن آخندزاده د دفتر رییس، الحاج مولوي عبدالخالق عابد د دعوت او ارشاد رییس، شفیع الله رحیمی د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس او ملګرو ملتونو دفترونو او نورو موسسو او انجوګانو د استازو په ګډون چې د پېښو مدیریت په برخه کې فعالیت کوي د مرستو د ښه مدیریت، د هېواد په کچه د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو پروګرامونو د پلي کېدو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بنسټونو سره همغږي د بیا پیلولو لپاره ترسره شوه.
الحاج مولوي شمس الدین حقیار د نړیوالو اړیکو رییس ووېل: ورستیو پېښو لکه زلزلې او سیلابونو درانه اقتصادي، ځاني او مالي زیانونو اړولي دي. نو ځکه د اړتیاوو وړاندوینه بنسټیز لومړیتوب دی. نوموړي همدارنګه د دغه وزارت او د همکارو موسسو ترمنځ د پېښو مدیریت په برخه کې پر همغږۍ ټینګار وکړ.
د اجنډا پر بنسټ هاشمپور د IOM دفتر استازی او محمد رافع بدخش د موسسو د فعالیتونو د همغږي مدیر، د کاري ګروپ د جوړولو، د موسسو د فعالیتونو او کړنو د راپور شریکولو څرنګوالي او د همغږۍ د غونډو بیا پیلولو په هکله پریزینټیشن وړاندې کړ.
وروسته د ملګرو ملتونو او ملي او نړیوالو موسسو استازو د خپلو یو کلني فعالیتونو په اړه په خبرې وکړې او د دغه وزارت سره پر دوامداره همکاري او همغږي باندې یې ژمنه او تینګار وکړ.
په پاۍ کې پریکړه وشوه ترڅو یو ګډ کاري ګروپ او د وزارت د مشرتابه او موسسو ترمنځ په نږدې راتلونکي کې د همغږي او فعالیتونو باندې ټینګار وشو.
تصویر خبرتصویر خبر



 

تصویر خبر

Latest news

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .