د Handicap International موسسه به د برمل او ګیان زلزلې ځپلو ته خپل د رواني درملنې او بیارغونې خدمتونه پیل کړي

rahyab
Thu, Sep 29 2022 11:36 AM
تصویر خبر

کابل- د تلې ۷مه-۱۴۰۱
محترم مولوي شرف الدین مسلم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال او د وروستۍ زلزلې ځپلو ته د مرستو د تنظیم او رسېدنې کمېسیون سرپرست نن سهار له عبدالباسط دراني د Handicap International موسسې د مرستو رسولو او اړیکو مرستیال سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ښاغلي دراني د پکتیکا ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې د کار د دوه مرکزونو د پیل لپاره د همکاري په غوښتلو سره ووېل چې د دغه کمېسیون د اجازې په ترلاسه کولو سره به دوۍ خپل کار پیل کړي.
وروسته ښاغلي مسلم د د دغې موسسې لخوا د وروستۍ زلزلې ځپلو سره د همکاري کولو د لیوالتیا په درلودو څخه په مننې سره هغوۍ ته د فعالیتونو د مرکزونو د پرانیستلو اجازه ورکړه، چې سر له ننه په دوه ولسوالیو کې د دوو مرکزونو د جوړولو لپاره د لازمو وسایلو او تجهیزاتو د لېږد پروسه پیل شوه.
د Handicap International یو نړیوال بنسټ دې چې د رواني درملنې، بیارغونې او د بشري مرستو په برخه کې کار کوي.
د یادونې وړ ده چې د UNHCR له لوري د ملګرو ملتونو د مرستو په چوکاټ کې د زلزلې له امله زیانمن شویو ته چې کورونه یې ویجاړ شوي وو د بیارغونې د یوې پروژې کار چې مخکې د دغه وزارت د مرستیال لخوا د یادې پروژې کار پرانیستل شوی و، په چټکۍ سره روان دې او ډېر ژر به بشپړ شي.
تصویر خبرتصویر خبر

 

Latest news

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .