۲۵۱ سېلاب ځپلو کورنیو په زابل ولایت کې خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ترلاسه کړې
زابل- د وږي ۲۹مه-۱۴۰۱
د IOM, DRC, WFP,KRO موسسو د زابل ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د زابل ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د وروستیو سیلابونو له امله ۲۵۱ زیانمن شویو کورنیو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱ فامیلي کېټ، ۵ تختې کمپلې، ۱ د ګاز ډبه، د لمریزې برېښنا کېټ، اوړه، غوړي، دال، بسکېټ، روغتیایي کېټ او ۱۴۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
