په کندهار ولایت کې د ۲۲ کورنیو سره نغدي مرسته ترسه شوه
کندهار- د وږي ۲۷مه-۱۴۰۱
د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره د DRC موسسې د همغږي له امله، د یاد ولایت په تخته پل او سپین بولدک ولسوالیو کې ۲۲ کورنیو ته د وړې کچې کاروبار د برابرولو لپاره د دویم قسط نغدي مرستې ووېشلې.
د مرستې په دغه لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۲۶۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې او همدارنګه مخکې په لومړي قسط کې یاد شمېر کورنیو ته في کورنۍ ۸۶۰۰۰ افغانۍ وېشل شوې وې.