په ننګرهار ولایت کې ۲۳۳۵ زیانمن شوو کورنیو خوراکي مرستې ترلاسه کړې

ننګرهار- د وږي ۲۳مه-۱۴۰۱
د WFP موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په کامه، بټي کوټ، چپرهار، روداتو، ګوشتي او سره رود ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له ۲۳۳۵ زیانمن شویو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
د دغو مرستو په ترڅ کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال، ۱ کیلو مالګه او بسکېټ ووېشل شول.