د خوړو د امنیت اسلامي سازمان (IFSO) سره د همغږۍ غونډې ترسره کېدل

rahyab
Tue, Apr 19 2022 9:56 AM
n

کابل- د وړي ۳۰مه- ۱۴۰۱
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، د خوړو د امنیت اسلامي سازمان (IFSO) او د قزاقستان جمهوریت سفارت سره د همغږي غونډې کوربه و، او د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو او اړمنو ته د بشري مرستو په زیاتولو باندې خبرې وشوې.
په دې غونده کې مولوي شرف الدین مسلم، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال د خوړو د امنیت اسلامي سازمان ته د ښه راغلاست او مننې ترڅنګ د افغانستان د خلکو د بېوزلۍ، وچکالۍ او د بیځایتوب د ننګونو په اړه وویل: د دې وزارت کړنې غیر سیاسي دي او ټولې کړنې یې بشردوستانه او دټولنې زیانمنونکې طبقې او اړمنو ته رسېدنه ده. همدارنګه هغه زیاته کړه چې د هیواد اوسني وضعیت ته په پام سره اړتیا ده ترڅو د خوړو د امنیت اسلامي سازمان له موږ سره زیاته همکاري وکړي او د پېښو له امله زیانمن شویو ته د رسېدنې او د پېښو په مدیریت کې زموږ ترڅنګ شتون ولري.
ورپسې یرین بی دولت د خوړو د امنیت اسلامي سازمان (IOFS) د پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له بلنې څخه د مننې ترڅنګ د یاد سازمان د کړنو په هکله په خبرو سره وویل: په دی سازمان کې له ۷۵ زیات هیوادونه غړیتوب لري چې په ۲۰۱۱ کال کې په قزاقستان هیواد کې جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه چې موږ د خپلې ژمنې پر بنسټ د اسلامي هیوادونو په کنفرانس کې ۱۷ ټنه اوړه او د اوبو د پاکولو ماشینونه چې هر یو یې د ۲۰ زره لیټره اوبو ظرفیت لري د افغانستان ا.ا سره مرسته کړي دي چې اوس د تورخم او حیرتان بندرونو له لارې کابل ته راوړل کېږي، هغه وویل چې موږ به دبزګرانو سره هم د کرنې په برخه کې د ماشینونو مرسته وکړو.
ښاغلي دولت وویل: موږ د خپلو پنځو موخو پر بنسټ چې یو یې د پېښو مدیریت دی له تاسو سره ډیره همکاري کولای شو. هغه زیاته کړه چې د بشري مرستو د همغږي کولو په توګه د خوړو د امنیت اسلامي سازمان به د دې سازمان د ټولو غړو هیوادونو سره د بېړنیو حالاتو د کړنو په اړه خبرې وکړو. په دې غونډه کې چې د قزاقستان جمهوریت د سفارت مرستیال، مولوي شمس الدین حقیار د نړیوالو اړیکو رییس او ملا جانان سایق د بېرنیو حالاتو د عملیاتو د مرکز رییس شتون درلود، د پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزات مرستیال د خوړو  د امنیت اسلامي سازمان رییس او پلاوي څخه په بیړنیو حالاتو کې د وضعیت د مدیریت لپاره له دې وزارت سره د لاډیرې همکاري غوښتونکې شو.

News

NewsNews

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .