800 زیانمنو او اړمنو کورنیو په کابل کې خوراکي او غیر خوراکي توکي ترلاسه کړل
کابل- د وړي ۱۳مه-۱۴۰۱
د کابل ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د بشري مرستو په دوام کې, 800 زیانمن شویو او اړمنو کورنیو ته په کابل کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل کړه.
د دغو مرستو د وېش په پروګرام کې محترم ملاجانان سایق د بېړنیو حالاتو د عملیاتو د مرکز رییس د مرستو د روڼتیا په اړه وویل چې نن 800 زیانمن شویو او اړمنو کورنیو ته په کابل کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل شوه, چې هرې کورنۍ ته به له دغو مرستو یوه بورۍ غنم 50 کیلویي, یوه بورۍ وریجې 50 کیلویي, یو جوړ څپلکې او یو عدد د اوبو سطل ووېشل شي.
ورپسې ښاغلي مولوي محمد خوشحال زماني د کابل ولایت پېښو سره د مبارزې رییس په کابل کې د بشري مرستو د وېش لړۍ په اړه وویل:
دغو کورنیو له بشپړې سروې وروسته د غنمو، وریجو، یو عدد د اوبو سطل او د یو عدد نارینه څپلکو بشري مرستې ترلاسه کړې.
هغه زیاته کړه چې دا مرستې به د کابل ولایت مرکز سربېره د دې ولایت نورو ولسوالیو زیانمن شویو او اړمنو ته هم وغځول شي.
