په کونړ ولایت کې 1988 اړمنو کورنیو ته د 33,994,800 افغانیو نغدي مرسته ترسره شوه
د کونړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د ماشومانو څخه د ملاتړ موسسې Save the Children سره په همغږۍ، د یاد ولایت په مرکز اسعدآباد او اسمار ولسوالۍ کې ۱۹۸۸ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دغه مراسیمو کې چې د ولایت مقام سکتوري رییس مولوي شاکرالله حبیب، د پیښو پروړاندی د مبارزی ریاست ریس ثابت الله صدیقي او نورو مسوولینو حضور درلود، د موسسې له استازو او تمویلوونکو څخه د مرستو په پار د مننې ترڅنګ نورو ولسوالیو ته د مرستو د غځولو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۷۱۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
