۴۰۰ بېوزله او زیانمن شویو کورنیو په کابل کې خوراکي او غیر خوراکي توکي ترلاسه کړل

rahyab
Tue, Feb 08 2022 9:44 AM
News

کابل- د سلواغې ۱۸مه ۱۴۰۰
د کابل ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، نن د محترم مولوي شرف الدین مسلم، د پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د پېښو چارو د همغږۍ مرستیال په ګډون ۴۰۰ بېځایه شویو، زیانمنو او بېوزله کورنیو ته په کابل ولایت کې خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل.
د پېښو چارو د همغږۍ مرستیال د دغو مرستو د وېش په پروګرام کې وویل چې په تېرو اونیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې زیات شمېر هیوادوالو ته د هغوۍ اړتیا ته په کتو بېړنۍ مرستې وېشل شوي دي. همدارنګه هغه زیاته کړه چې نن ۴۰۰ کورنیو ته خوراکي مرستې چې ۵۰ کیلو وریجې، ۵۰ کیلو غنم، د ماشومانو خواړه او غیر خوراکي توکي چې ترپال، د اوبو سطل، چریکي بستره او روغتیایي توکي د کابل ولایت د پېښو سره د مبارزې ریاست لخوا ووېشل شول.
ښاغلي مسلم څرګنده کړه چې مستحقینو او زیانمنو ته د مرستو او سروې لړۍ هره ورځ په ولایتو کې روانه ده او مرستې له تبعیض پرته په یو ډول وېشل کېږي.
ورته مهال د دغو مرستو ترلاسه کونکو د پېښو چارو ته د رسېدنې وزارت څخه د دغو مرستو د وېش په پار مننه وکړه او د دغه شان پروګرامونو د دوام غوښتونکي شول.

News1news

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .