د لوګر ولایت مشرانو سره پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست لیدنه

کابل – 18 قوس 1400 / 4 جمادیالاول 1443
ښاغلي غلام غوث ناصري پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال او سرپرست، د لوګر ولایت مشرانو سره د طبیعي پېښو له امله د هغوی د ستونزو او ننګونو په اړه لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د لوګر ولایت اوسیدونکو، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست څخه د هیواد په کچه او په خاصه توګه د لوګر ولایت د پېښو له امله زیانمن شوو ته د رسېدنې په پار ستاینه وکړه، همدارنګه د طبیعي پېښو د احتمالي خطرونو د مخنیوي په پار د وقایوي پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې خپلې غوښتنې او د خپلو اړتیاوو په اړه یې خپل وړاندیزونه مطرح کړل.
وروسته ښاغلي غلام غوث ناصري پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست د هغوۍ د خبرو د اوریدو وروسته د پېښو رامنځته کیدو په اړه ډاډ ورکړ چې د هیواد په کچه به د خطرونو کمولو په پار په ځانګړي توګه د وقایوي پروژو د پلي کېدو په برخه کې ګامونه پورته شي او د پېښو څخه ټولو زیانمن شوو ته به رسېدنه وشي.
