کونړ والي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له پلاوي د پېښو مدیریت لپاره د وقایوي پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه.

rahyab
Wed, Jul 14 2021 6:42 PM
News

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري عمومي رئیس شیر محمد فیضي او مل پلاوي کونړ ته د سفر په ترڅ کې د کونړ له والي او پېښو ته د ځواب ویلو ولایتي کمېټې له استازو سره ناسته وکړه.
د کونړ والي محمد اقبال سعید وویل، دغه ولایت کې د کار کولو لپاره ښه فرصتونه شتون لري او په روان نیمایي کال کې ۱۰۰۰۰ کورنیو ته بشري مرستې رسیدلې دي.
هغه د وزارت له پلاوي وغوښتل چې وچکالۍ ځپلو، بې ځایه شویو او نورو طبیعي پېښو زیانمنو کورنیو سره مرستې ترسره کړي.
د ولایتي شورا غړي دین محمد پیلوټ هم د څرګندونو په مهال د طبعي پېښو زیانمنو، بې ځایه شویو او وچکالۍ ځپلو کورنیو په وضعیت خبرې وکړې او د وزارت له پلاوي یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کونړ ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رییس عبدالوارث کریمي وایي، دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله شاو خوا اته پنځوس زره بزګرانو ته زیان رسیدلی او د کرنیزو محصولاتو په تولید کې کموالی رامنځته شوی
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري عمومي رئیس د کونړ ادارې د ښې همغږۍ یادونې ترڅنګ د وقایوي پروژو د تطبیق په برخه کې د وزارت همکاریو ډاډ څرګند کړ.
هغه وویل، وزارت د طبعي پېښو زیانمنو او بې ځایه شویو کورنیو ته د مرستو رسولو کلک هوډ لري او پام کې ده چې د دغه ولایت زیانمنو کورنیو سره د نغدي مرستو ترڅنګ د ۵۰۰ ټنه خوراکي غنمو او ۱۰۰ ټنه وریجو
مرستې ترسره کړي.

News


 

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .