د کندهار له والي سره لیدنه

rahyab
Mon, Dec 21 2020 8:27 PM
Minister

کندهار - مرغومی1- 1399
ښاغلي غلام بهاوالدین جیلاني پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر کندهار ولایت ته د سفر پر مهال له حیات الله حیات د کندهار ولایت والي سره لیدنه او خبرې وکړې.
ښاغلي غلام بهاوالدین جیلاني پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر وویل، د افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني او د ولسمشر لومړي مرستیال او د پېښو سره د مبارزې دولتي عالي کمېسیون رییس جلالتمآب امرالله صالح د لارښوونې پر بنسټ یې کندهار ولایت ته سفر کړی، تر څو د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله د بې ځایه شویو او متضررو کورنیو ته د رسیدګي ترڅنګ ځانګړې اضطراري مرستي توزیع او د خطرونو د راکمولو په اړه واضح پلان ترتیب کړم.
وروسته د کندهار والي د خپلو خبرو پر مهال د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله د بې ځایه شوو او زیانمنو کورنیو ستونزې او اندېښنو په اړه خبرې وکړې او د لا ډېري بودجې او امکاناتو غوښتنه یې وکړه، ترڅو د هغو کورنیو لپاره هم لازمي مرستې په نظر کي ونیول شي، چې طبیعي او غیر طبیعي پېښو له کبله یې کورونه قسمي او یا په بشپړه توګه تخریب شوي و.
ښاغلي حیات وویل بېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت بیځایه شوو او زیانمنو ته اړینه رسېدنه کړې خو هغه کورنې چې د ارغنداب ولسوالۍ څخه بیځای شوي دي بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
ورته مهال پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر وویل چې دا مرستې بسنه نکوي, د اړتیاو په مطابق به لا زیاتې مرستې ترسره شي ترڅو ټولو بيځایه شوو ته اړینه رسېدنه وشي.

2

Latest news

Sat, Jul 10 2021 12:07 PM
Background image

Ground Wardag - Changha 17th-1400

The Department of Preparations against the incidents of Maidan Wardak province, once again, to different districts that have been displaced by families from war and insecurity, has been. . .

Thu, Jul 08 2021 12:08 PM
Background image

In Kunar province, non-food aid was done to 68 affected families.

- Changha 16th-1400
The preparatory department against the incidents of Kunar province, by Ghaziabad and Asmar districts to those 43 families who were affected by war and insecurity.. . .

Sun, Jun 06 2021 9:15 AM
Background image

Meeting with UNMAS Country Director for Afghanistan

Sunday 6th June 2021
Ghulam Bhauddin Jailani State Minister for Disaster Management & Humanitarian Affairs met and discussed a range of topics with Mr. Paul Heslop UNMAS Country. . .