لوګر کې پر ۵۷۱ سېلاب ځپلو کورنیو باندې د نقدي مرستو لړۍ پیل شوه

rahyab
Sun, Nov 08 2020 11:54 AM
33

لوګر - لړم – ۱۸مه – یکشنبه
هغه راټولېدنه چې پرهمدې تړاو د ولایت مقام د اساسي قانون په تالار کې نېول شوې وه، پکې لوګر والي محمد اجمل شاه پور، پېښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت د همغږۍ او پالېسۍ مرستیال محمد قاسم حیدري، د ولایت مرستیالان، په ولسي جرګې کې د خلکو استازې هما احمدي ، ولایتي شورا رئیس او غړي، دولتي ادارو مسوولین، قومي مشران او سېلاب ځپلې کورنۍ هم شتون درلود.
په لومړیو کې د پېښو پروړاندې د مبارزې رئیس مطیع الله احمدزي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ولایت په کچه د متضررو کورنیو پر تړاو اړین معلومات وړاندې او زیاته یې کړه؛ نن هغو ۵۷۱ سېلاب ځپلو کورنیو باندې د نقدي مرستو د وېشل لړۍ رسمأ پیلیږي، چې کورنه یې په مکمل ډول تخریب شوي دي.
لوګر والي محمد اجمل شاه پورله جلالتمآب جمهور رئیس او پېښو ته د رسیدنې په چارو کې د د ولت وزارت نه د مننې ترڅنګ وویل؛ وروستي سېلابونو د نورو ولایتونو په شان لوګري ولسونو ته هم ډېر زیان رسولی دی، چې یاده مرسته به وکولاې شي په دې خراب اقتصادي وضعیت کې د زیانمن شوو کورنیو پر ورځنۍ ژوند کې مثبت بدلون راولي.
لوګر والي زیاته کړه؛ دولت تل په دې هڅه او هاند کې ده، چې له شته امکاناتو نه په استفادې ولس ته ښه او هوسا ژوند برابر کړي او لاس نیوی یې وکړي. ده وویل؛ نننۍ مرسته په تېر وخت کې بې مخینه ده، مونږ یې پر شفافیت پوره باور لرو او ډاډ ورکو، چې اړمنو کسانو ته به رسیږې.
پېښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت د همغږۍ او پالېسۍ مرستیال محمد قاسم حیدري په خبرو کې وویل؛ دولت او د اضطرار کمېټه ځان مکلف بولي، ترڅو د هېواد په ګوډ ګوډ کې د زیانمن شوو کورنیو لاس نیوی وکړي. هغه وړاندې وویل؛ نن په لوګر کې د څه باندې ۸۰ میلیونه افغانیو نقدي مرستو د وېش شاهدان یو. ښاغلي حیدري د ولایتي ادارې نه مننه وکړه، چې په بد او ستونزمنو حالاتو کې یې د ولس لاس نیوی کړی او هم یې د ولس غوښتنې تر مرکزي ادارې پورې رسولي دي.
پېښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال د خپلو خبرو په دوام کې وویل؛ هغه کسان چې ځمکې او کښتونه یې د سېلابونو له کبله له منځه تللي دي، له دوی سره به هم مرسته وشي. ده زیاته کړه، چې د ژمي موسم لپاره یې هم پوره چمتوالی نېولی دی ترڅو له بې وزلو سره په سختو شرایطو کې مرسته وشي.
د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي له یاد وزارت څخه مننه وکړه، چې پروخت یې د اړمنو او متضررو کورنیو لاس نېوی کړی دی. ده زیاته کړه، چې ورستي سېلابونو په واقعآ سره ولس ته ډېر زیان ور اړولی دی، چې له دې مرستې سره به د دوی وضعیت بدلون ومومي.
د یادونې ده، چې ټول ټال په لوګر کې د سېلابونو له امله ۵۷۱ کورونه په مکمل ډول او ۹۸۷ کورونه قسمي تخریب شوي، چې نن یې د مرستې لړۍ عملن پیل شوه او هرې هغې کورونۍ ته چې کورونه یې په بشپړ توګه ویجاړ شوي، یو لک او ۲۳۹۴۶ افغانۍ همدارنګه هغه کسان چې کورونه یې قسمآ تخریب شوي لس زره افغانۍ نقدي مرسته ورکول کیږي.

Latest news

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .