2000 مټریک ټنه غنم د ننګرهار ولایت له زیانمن شویو سره د مرستي په موخه ولیږل شول

rahyab
شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۱ - ۹:۶
Photo

د ننګرهار ولایت پیښو پر وړاندي چمتووالي رئیس وویل: پیښو ته د رسیدو په چارو کي د دولت وزارت د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه ریاست لوی مقام د حکم پر بنسټ، د ننګرهار ولایت له طبیعي پیښو څخه زیانمن شویو لپاره 2000 مټریک ټنه غنم چي ۱۲۳۴ مټریک ټنه غنم یی لیږل شوي او ۷۶۶ مټریک ټنه غنم یی تر راتلونکي څو ورځو پوري لیږل کیږي.
هغه زیاته کړه چي دغه ریاست به د ولایت مقام د ټولنیزو او فرهنګي چارو کي مرستیالي، د کرني ریاست رئیس په ګډون ۱۲۳۴ مټریک ټنه غنم د نازیانو او اچین ولسوالیو پیښو څخه زیانمن شویو سره د مرستي په خاطر ولیږي.
د یادوني وړ ده چي دی وزارت د دولتي ادارو، دولتي او نړیوالو موسسو په همکاری د خوراکي او غیر خوراکي توکي او نقدی پیسی هم د دی ولایت له طبیعي پیښو څخه زیانمن شویو ته ویشل شوي.

321

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۴:۴۳
Background image

د کندهار ولایت په کور دننه 306 بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

کندهار - د زمري 20مه - 1400
د کندهار ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د WFP موسسې سره په همکارۍ, 306 هغو کورنیو ته چې د جنګ او نا امنۍ له امله له مختلفو ناحیو بېځایه او په مرکز کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۹:۱۲
Background image

په کونړ ولایت کې 168 داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

کونړ - د زمري 13مه - 1400
د کونړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د UNHCR موسسې او د کډوالو چارو ریاست سره په همکارۍ, هغو 168 کورنیو ته چې د جنګ او ناامنۍ له امله د دې ولایت د غازي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۹:۲
Background image

په کنړ ولایت کې ١٠٠ کورنیو سره غیر خواکې مرسته ترسره شوه

کنړ - د زمري١٢مه - ۱۴۰۰
د کنړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست، او د زهیرالله ،او د محمد صافي په شخصی لګښت ١٠٠ کورنیو ته د صحی او پاکو اوبو لپاره کولرې (ترموز)وویشل شول.