97 زیانمنو کورنیو سره په کونړ ولایت کې خوراکي مرستې ترسره شوې
کونړ- د غویي 19مه1403
د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د WFP موسسې سره په همکاري, د یاد ولایت اړوند 18 کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې, له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته 200 کیلو اوړه, 18.2 لیټره غوړي, 25 کیلو دالنخود, 2 کیلو مالګه او 2.1 کیلو انرژي لرونکي بسکېټ ووېشل شول.