67 میلیونه او 716 زره او 700 افغانۍ 1077 زلزله ځپلو کورنيو ته په پکتیکا ولایت کې ووېشل شوې
پکتیکا- د وږي 22مه-1402
د IOM موسسې د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي او همکاري, د یاد ولایت په ګیان ولسوالۍ کې 1077 کورنۍ چې د تېرې زلزلې له امله یې کورونه په نیمه او بشپړ ډول زیانمن شوي وو, له سروې وروسته د کورونو جوړولو لپاره د دویم او درېیم پړاو نغدي مرستې ووېشلې.
د نغدي مرستو د وېش په دې لړۍ کې یاد شمېر کورنیو ته په مجموع کې 67 میلیونه او 716 زره او 700 افغانۍ ووېشل شوې.