55 میلیونه او 153 زره او 600 افغانۍ461 زلزله ځپلو کورنیو ته په پکتیکا ولایت کې ووېشل شوې
پکتیکا- د لړم 24مه-1402
د IOM موسسې د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي او همکاري, د یاد ولایت په ګیان ولسوالۍ کې 461 کورنیو ته چې د تېرې زلزلې له امله زیانمنې شوي وې, له سروې وروسته د دویم قسط نغدو مرستو په ترڅ کې 55 میلیونه او 153 زره او 600 افغانۍ ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته 119600 افغانۍ ووېشل شوې.