۹۵۷ اړمنو او زیانمنو کسانو په جوزجان ولایت کې نغدي مرستې ترلاسه کړې
جوزجان- د چنګاښ ۲۹مه- ۱۴۰۲
د AHF موسسې د جوزجان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په قرقین ولسوالۍ کې ۹۵۷ اړمنو او زیانمنو کسانو ته له سروې وروسته د درېیم پړاو نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۲۳۲۶ افغانۍ ووېشل شوې.