۷۱ کورنیو سره په ننګرهار ولایت کې غیرخوراکي مرستې وشوې
ننګرهار- د غبرګولي ۱۳مه-۱۴۰۲
۷۱د کډوالۍ نړیوال سازمان د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت سره رود، دره نور ولسوالیو او مرکز جلال آباد ښار اړوند کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش په دې لړۍ کې ۶۸ کورنیو ته یو باب خیمه او د بېړنۍ سرپناه کڅوړې همدارنګه ۳ نورو کورنیو ته یو تخته کمپله د پخلنځي توکي او سولري څراغونه ووېشل شول.
