۶۷ زیانمنو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې روغتیایي کېټونه ووېشل شول

ننګرهار- د زمري ۲۶مه-۱۴۰۲
د کډوالۍ نړۍ والې موسسې لخوا د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۶۷ کورنۍ چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۱۳ قلمه توکي درلودنکی ۱ روغتیایي کېټ ووېشل شو.
