۵۶ دیني مدارسو او جامع جوماتونو ته روغتیایي کېټونه ووېشل شول
میدان وردګ- د مرغومي ۱۴مه-۱۴۰۱
د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت په هرې ولسوالۍ کې په مجموع کې ۵۶ دیني مدارسو او جامع جوماتونو ته د ۱۲۰۰۰ افغانیو په ارزښت روغتیايي کېټونه ووېشل.
د یادونې وړ ده چې په دغو کېټونو کې د لاس مینځلو آبدانونه ، داوبو بوشکی، دلاسو مینځلو صابون، لوټې، صابون داني او د غاښونو کریم او برسونه شامل و.