۵۵۰ بېوزله او اړمنو کورنیو په پکتیا ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې
پکتیا- د تلې ۳۰مه-۱۴۰۱
د UMMAH خیریه بنسټ د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همکاري، د یاد ولایت سیدکرم ولسوالۍ اړوند ۵۵۰ بېوزله او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴ کیلو وریجې، ۱۵ لیټره غوړي، ۲۰ کیلو بوره، ۱۰ کیلو دال، ۱۰ کیلو لوبیا، ۲ کیلو چاۍ او ۲ کیلو مالګه ووېشل شول.