۵۱۰ زلزله ځپلو کورنیو سره په هرات ولایت کې نغدي مرستې ترسره شوې
هرات – د مرغومي ۲۶مه-۱۴۰۲
د CWSA موسسې د هرات ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت زنده جان ولسوالۍ اړوند ۵۱۰ زلزله ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۱۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.