۴۵ زیانمنو کورنیو سره په لغمان ولایت کې خوراکي مرستې ترسره شوې

لغمان- د وری ۹- ۱۴۰۲
د IDS موسسې د لغمان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت مرکز، الیشنګ، قرغه، دولت شاه او الینګار ولسوالیو اړوند ۴۵ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته یاد شمېر هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو غوړي، ۱۲ کیلو دال، ۲۱ پاکټه بسکېټ او ۱ کیلو مالګه ووېشل.
