۳۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته په پکتیا ولایت کې خوراکي مرستې ووېشل شوې

پکتیا- د وږي ۸مه-۱۴۰۱
د ترکیې خیریه موسسې IHH د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همکاري، د یاد ولایت په روحاني بابا ولسوالۍ کې هغو ۳۰۰ کورنیو ته چې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته یو شمېر خوراکي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ د چې له دې مخکې هم د WFP موسسې سره په همکاري، ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ته بشري مرستې وېشل شوي دي.
