۳۰۰ زیانمن شویو کورنیو په کونړ کې خواکي مرستې ترلاسه کړې
کونړ- د چنګاښ ۱۳مه- ۱۴۰۱
د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، ۳۰۰ کورنیو ته چې د یاد ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه او ۵۰ کیلو وریجې د موظف شوي پلاوي په شتون کې ووېشلې.