۲ زیانمنو کورنیو ته په پکتیا ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

پکتیا- د زمري ۱۸مه-۱۴۰۲
د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې ۲ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱ باب خیمه، ۵۰ کیلو اوړه، ۵۰ کیلو وریجې، ۵ لیټره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۵ کیلو لوبیا او ۱ سطل ووېشل شول.