۲۷۳ زیانمنو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې خوراکي مرستې ووېشل شوې
ننګرهار- د غویي ۲۰مه-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د WFP موسسې سره په همغږي، د یاد ولایت بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۲۷۳ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو او بارانونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۰ لیټره غوړي، ۲۵ کیلو دالنخود، بسکېټ او ۲ کیلو مالګه ووېشل شوه.