۲۶ زیانمنو کورنیو سره په لغمان ولایت کې نغدي مرستې ترسره شوې
لغمان- د صفر ۱-۱۴۴۶
د لغمان ولایت پېښو ته د چمتووالي او رسېدني ریاست د IRC موسسې سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۲۶ کورنیو ته چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۱۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.