۲۵۰۰ بېوزله او زیانمنو کورنیو په غزني ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې
غزني- د سلواغې ۳۰مه-۱۴۰۱
د غزني ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د خوراک نړیوال سازمان (WFP) سره په همکاري، د تېرو مرستو په ترڅ کې نن ورځ له سروې وروسته ۲۵۰۰ زیانمنو او بېوزله کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۶ کیلو دال او نیم کیلو مالګه ووېشل شول.