۲۴۶ زیانمنو کورنیو سره په کندهار ولایت نغدي مرستې ترسره شوې
کندهار- د کب ۱۹مه-۱۴۰۲
د DRC موسسې د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت غورک ولسوالۍ اړوند ۲۴۶ کورنیو ته چې د سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۰ زره افغانۍ ووېشل شوې.