۲۲۶ سېلاب ځپلو کورنیو ته په پکتیا ولایت کې خوراکي مرستې ووېشل شوې
پکتیا- د زمري ۱۹مه-۱۴۰۲
د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت په لجه منګل ولسوالۍ کې ۲۲۶ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو غنم، ۵۰ کیلو وریجې او ۳ کیلو تور چاۍ ووېشل شول.