۲۲۵۵ کورنیو په هرات ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې

هرات- د لړم ۲۶مه- ۱۴۰۱
د WFP موسسې د هرات ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په سنګې ولسوالۍ کې د له بشپړې سروې وروسته یاد شمېر کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، نیم کیلو مالګه او ۶/۲۵ کیلو نخود ووېشل شول.