۲۰ زیانمنو کورنیو ته په پروان ولایت کې د خوراکي مرستو وېش
د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ۲۰ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله یې کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې وې، خوراکي مرستې ووېشلې.
د یادو کورنیو د پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېسیون پلاوي تر څارنې لاندې سروې او ارزونه وشوه، او نن ورځ له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې د یاد ریاست مشر مولوي عبدالعلیم افضلي په شتون کې ووېشل شوې.
۱۷/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره