۲۰۰ کونډو، معلولینو او د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته په هرات ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
هرات- د کب ۲۳مه-۱۴۰۲
د وقت مکتب خیریه موسسې د هرات ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت انجیل ولسوالۍ اړوند ۲۰۰ کونډو، معلولینو او د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ 50 کېلو اوړه، 5 لیتره غوړې، 7 کېلو بوره، 7 کېلو لوبیا، 20 کېلو ورېجي، 5 کېلو شامپو، مالګه، دکالو صابون او کاغذي دستمال ترلاسه کړل.