۱ میلیون ۲۷۵ زره او ۶۰۰ افغانۍ په ننګرهار ولایت کې ۱۲۳ کاریګرو ته ووېشل شوې
ننګرهار- د وږي ۲۹مه-۱۴۰۲
د ډنمارک کډوالۍ سازمان د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت لعل پور ولسوالۍ کې د ګلډاګ کلي کانالونه چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوي وو، د دې کانالونو پاکولو چارو ترسره کولو لپاره ۱۲۳ کاریګرو ته نغدي پیسې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د ۲۶ ورځو کار په بدل کې هر کاریګر ته ۴۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.